د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون ورځ ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د زمري په ۷مه د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۵۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۶۷ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۱ کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، له راستنو شویو کورنیو سره د ثبت او لومړنیو مرستو بهیر هم روان دی. د وړمې ورځې په ترڅ کې په تورخم، سپین بولدک، نیمروز، هرات او کابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره بېلابېلې مرستې ترسره شوې دي.





























