د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي مرستیال ایډ هډلي ویلي، هېواد یې په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره درې میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي. نوموړي د ریاست الوزراء مقام د دفتر له عمومي رییس سره په لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې وضعیت له هغو منفي راپورونو سره توپیر لري چې په لندن کې اورېدل کېږي. د ا.ا مرستیال ویاند وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو هم خبرې شوې دي. د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ټینګار کړی چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښه تعامل غوښتونکی دی. دواړو لورو د بشري مرستو د دوام، همکارۍ او د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.





























