د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې له کورنیو او نړۍوالو مرستندویه موسسو غوښتي چې سېلابځپلو سیمو ته خپلې بېړنۍ مرستې چټکې کړي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې طبیعي پېښو ۳۵۱ کسان مړه، ۴۳۶ ټپیان او زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي. چارواکي وایي، نورستان د وروستیو سېلابونو له امله تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیان لیدلی، چې ۲۴ کسان پکې مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، د ژغورنې، ارزونې او مرستو رسولو لپاره ټول امکانات کارول کېږي. ورته مهال مرستندویه موسسو ژمنه کړې چې له یادې ادارې سره په همغږۍ به زیانمنو کورنیو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ چټکه کړي.





























