له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي، چې د ماشومانو د څو واکسینونو د چټک پلیتابه کمپاین به نن پیل او لس ورځې به دوام وکړي. د دغه بنسټ په وینا، ماشومانو ته به د عمر او اړتیا له مخې د پولیو، شري، پنتاوالنټ، سینهبغل او نسناستې واکسینونه ورکړل شي. یاد بنسټ نه دي ویلي چې کمپاین به د هېواد په څو ولایتونو کې ترسره کېږي. د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.





























