د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې په وروستۍ غونډه کې یو ځل بیا د ایران جګړه د افغانستان، ویتنام او کوریا له جګړو سره پرتله کړې ده. نوموړي ویلي، چې امریکا په تېرو پنځو میاشتو کې د ایران په جګړه کې مهمې لاسته راوړنې لرلې، په داسې حال کې چې د افغانستان، ویتنام او کوریا جګړو کلونه دوام کړی و. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ که څه هم د کابینې په غونډه کې خپلې لومړنۍ څرګندونې اقتصاد او کډوالۍ ته ځانګړې کړې وې، خو د وینا پر مهال یې څو ځله د ایران د جګړې موضوع هم یاده کړې ده.





























