د هرات د صنایعو او کانونو خونه وایي، د دغه ولایت د کاني ډبرو صادرات امریکا، چین، اسټرالیا، ایران، ترکمنستان او یو شمېر اروپایي او عربي هېوادونو ته زیات شوي دي. د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په وروستي ځل له هرات څخه امریکا ته د تورې ډبرې ۵۰ ټنه جوپه صادره شوې ده. د مرمرو ډبرو ټولنه وایي، د کیفیت ښهوالي او معیاري پروسس د افغانستان کاني ډبرو ته نړیوال بازارونه پرانیستي دي. د صنعتکارانو په وینا، د نوې ماشینرۍ په کارولو سره د ډبرو کیفیت لوړ شوی او د صادراتو کچه هم مخ په زیاتېدو ده.





























