د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، روان کال په دغه ولایت کې د میلیونونو افغانیو په لګښت ۸۳ نوې تولیدي فابریکې جوړې شوې، چې زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د یاد ریاست د تشبثاتو عمومي مدیر محمد نسیم سباوون ویلي، د دغو فابریکو په جوړېدو سره کندز د خوراکي توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پړاو ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، د تولیدي فابریکو زیاتوالي د کندوز اقتصادي وضعیت ښه کړی او د خوراکي توکو ډېری تولیدات، د کورنیو اړتیاوو تر پوره کولو وروسته، نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د مسوولینو په وینا، دغه فابریکې د خوراکي توکو د پروسس، پلاستیکي او فلزي تولیداتو، ساختماني موادو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او نورو تولیدي برخو کې فعالیت کوي.





























