د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف سره د انرژۍ په برخه کې د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ازبکستاني لوري د افغانستان د انرژۍ د پراختیا لپاره د یوې هراړخیزې ۱۵ کلنې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړ. په دغه ناسته کې دواړو لورو د انرژۍ په برخه کې د تخنیکي همکاریو پر پراختیا، د ظرفیتونو لوړولو او د ګډو پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.





























