له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شیخ شهابالدین دلاور وایي، ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی دی. نوموړي ویلي، د امنیت تأمین او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د استفادې مخنیوی هغه ژمنې وې چې عملي شوې دي. نوموړي ویلي، د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش په هوکړه کې ۱۴ میاشتې ټاکل شوی و، خو دغه بهیر شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت ونیو. د دوحې هوکړه د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د امریکا او ا.ا ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوې وه.





























