د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د موزایکو یوې عصري تولیدي کارخونې د لومړي ځل لپاره د ۳۳ ډوله باکیفیته موزایکو، د ۱۱ ډوله مصنوعي ډیزایني ډبرو په ګډون، تولید پیل کړی دی. د دغې کارخونې مسوول فضل احمد ستانکزي ویلي، د پرمختللو ماشینونو د پېر او نصب لپاره یې نږدې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره پانګونه کړې ده. د نوموړي په وینا، په دې کارخونه کې تولید شوي موزایک او نور ساختماني توکي د لوګر ترڅنګ د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. ستانکزي زیاته کړې، چې دا مهال په کارخونه کې ۲۲ کسانو ته په مستقیم او نږدې ۱۰۰ نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.





























