د تاجکستان د ترانسپورت وزارت ویلي، د دوشنبې–کابل–تهران د نوي ترانسپورتي مسیر لومړنی ازمایښتي سفر به په راتلونکې میاشت کې پیل شي. د وزارت په وینا، د دې سفر موخه د ګمرکي او سرحدي چارو ارزونه او د تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده، څو وروسته منظم سوداګریز ترانسپورټ پیل شي. د مسوولینو په وینا، د دې ترانزیټي دهلېز له لارې به د تاجکستان او ایران سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې تېرېږي، چې د افغانستان لپاره به د ترانزیټي عوایدو د زیاتېدو او د سوداګرۍ د پراختیا فرصتونه رامنځته کړي.





























