د جګړې ترخو خاطرو او د راتلونکي هیلو ترمنځ د دوو افغان تنکیو ځوانانو د ژوند کیسه په «تلپاتې ژوند» مستند فلم کې نندارې ته وړاندې شوه. دغه مستند فلم د هغو ماشومانو او ځوانانو ژوند انځوروي چې کلونه وړاندې یې د یوې هوايي بمبارۍ له امله د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو، خو اوس د سپورت، په ځانګړي ډول کرکټ، له لارې د خپل راتلونکي د جوړولو هڅه کوي.
د «تلپاتې ژوند» مستند فلم د نندارې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهی، د بېلابېلو وزارتونو ویاندویانو، د سپورت ادارې استازو، د کورنيکرکټ روزونکو، ځوانو لوبغاړو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی وو. دغه مستند د دوو افغان تنکیو ځوانانو د ژوند کیسه وړاندې کوي؛ هغه ماشومان چې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال د یوې هوايي بمبارۍ له امله د کورنۍ ډېری غړي له لاسه ورکړي وو.
فلم د دوی د غم، یوازیتوب او هغو سختو ورځو انځور وړاندې کوي چې له جګړې وروسته یې تجربه کړې دي. خو د «تلپاتې ژوند» کیسه یوازې د جګړې پر دردونو نه راڅرخي؛ بلکې د هیلو، هڅې او بیا پیل پیغام هم لري. په فلم کې ښودل کېږي چې دغه دوه ځوانان د کرکټ له زده کړو سره ځانګړې مینه لري او هڅه کوي په مسلکي کچه دې ورزش ته دوام ورکړي. دوی هیله لري چې یوه ورځ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې استازیتوب وکړي.
په مستند کې د دوی د کلیوالي ژوند، د کرکټ تمرینونو او ورځنیو فعالیتونو صحنې هم ځای پر ځای شوې دي، چې د جګړې له ویجاړونکو اغېزو وروسته د امید، مقاومت او پرمختګ کیسه بیانوي. «تلپاتې ژوند» یوازې د دوو ځوانانو د ژوند روایت نه دی، بلکې د هغو زرګونو افغانانو د ژوند یوه بېلګه ده چې جګړو یې برخلیک بدل کړی، خو لا هم د زده کړو، سپورت او خپلو هیلو له لارې د روښانه راتلونکي د جوړولو هڅه کوي.





























