د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «ځنيخېلو» سیمې ته د برېښنا رسونې پروژې چارې پیل شوې دي. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د دې پروژې په چوکاټ کې سیمې ته د برېښنا د پایو د لېږد او نصب لړۍ په رسمي ډول پيل شوې ده. د ګربز په وینا، پر دې پروژه څه باندې ۸۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې له بشپړېدو وروسته به یې ۲۰۲۴ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د برېښنا په رسېدو سره به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.





























