د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. د بغلان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه پرون د پلخمري ښار د حسینخېلو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې «سراچه» ډوله دوو موټرو له یو بل سره ټکر وکړ. د خبرپاڼې له مخې، په مړه شویو کسانو کې یو نارینه، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي. د بغلان د ترافیکو مدیریت کارکوونکو د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي. ولایتي چارواکو له موټر چلوونکو غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره ترافیکي اصول او قوانین مراعات کړي.





























