د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال، صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د مالدووا جمهوریت ته په رسمي سفر تللی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر موخه د کرنیزو څېړنو، د بوټو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، عصري کرنیزو ټکنالوژیو او د افغانستان او مالدووا ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو پراختیا ده. دغه وزارت زیاتوي، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د تجربو د تبادلې او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت برابر کړي.





























