د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال او په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثماناف د دواړو هېوادونو د ګډو تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او معرفي کولو په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره دواړو لوریو د موزیمونو، ارشیفونو او کتابتونونو ترمنځ د همکاریو، د فرهنګي نندارتونونو جوړولو او د سیاحت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه هم بحث کړی دی.





























