د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د تازه مېوو د صادرونکو د ستونزو د حل او د صادراتو د اسانتیاوو لپاره به د اړوندو ادارو له استازو یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د تازه مېوو د صادرونکو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ په موخه د همغږۍ غونډه د زمري پر ۱۹مه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ جوړه شوه. د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د تازه مېوو د صادرونکو پر وړاندې د شته ستونزو، د حل پر لارو چارو او د صادراتو د ملاتړ پر څرنګوالي بحث وشو. وزارت وايي، د صادراتو د ملاتړ جامع طرحه به هم د کابینې یوې غونډې ته وړاندې شي.





























