د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه ۸۵۰ محصلین فارغ شول. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې غو مراسمو کې د ا.ا د مشرتابه پیغام ولوستل شو او پر فارغو محصلینو او استادانو د دیني او عصري علومو د زدهکړې، مسلکي روزنې او ښه اخلاقو په اړه سپارښتنې شوې دي. د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم له فارغو شویو محصلینو وغوښتل چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او د هېواد دننه په کار او زدهکړو بوخت پاتې شي. د پوهنې وزارت مرستیال مولوي صبغتالله وصیل وویل، دغه وزارت مسلکي استادانو ته اړتیا لري او هر کال له پنځو زرو ډېر ښوونیز بستونه اعلانوي. له یاد پوهنتون څخه ۶۷۰ تنه د لېسانس او ۱۸۰ تنه د ماسټرۍ له دورې څخه فارغ شول.





























