د چين د ملي دفاع وزارت ویاند جیانګ بين یاسوکوني زیارت ته د جاپاني سیاستوالو د ورتګ په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
جیانګ بین ویلي، چې د جاپاني سیاستوالو اړوندې کړنې په ښکاره توګه د تاریخي عدالت سپکاوی کوي او د آسیا او ارام سمندر سيمې د زيانمن شويو هېوادونو د خلکو احساساتو ته سخت زیان رسوي. د هغه په وينا، د جاپاني سیاستوالو د دغې کړنې اصلي موخه دا ده، چې د تیري جرم پټ کړي او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې برياليتوبونو او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظم وننګوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې جاپان بايد د تیري تاریخ ته په خلاصو سترګو وګوري او د جګړې پر خپلو جرمونو پښېماني وښيي او دا يې له آسیايي ګاونډیو هېوادونو سره د جاپان د اړیکو د پراختیا سياسي بنسټ بللی دی.




























