د روان کال د اګست ۱۵مه نېټه د جاپان د بې قید او شرطه تسلیمېدو له ۸۱مې کلیزې سره برابره ده. د جاپان لومړۍ وزیرې تاکایچي سانای د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه د یاسوکوني لانجمن زیارت د مراسمو پیسې وړاندې کړې، (هغه ځای چې د دویمې نړیوالې جګړې د لومړۍ درجې ۱۴ جنګي مجرمان پکې نمانځل کېږي) .
د دغه هېواد د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي او د کابینې نور چارواکي هم د لیبرال ډیموکراتیک ګوند له لوړ پوړو غړو سره یوځای د یاسوکوني لانجمن زیارت ته لاړ. د جاپان د تسلیمۍ د کلیزې په مناسبت، د ښي اړخو جاپاني سیاستوالو لخوا دغه کړنې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظم په وړاندې پارونه ده چې د چین په ګډون د قربانیانو اسیایي هېوادونو د خلکو احساساتو ته سخت زیان رسوي. چین په دې اړه جاپان ته خپل جدي اعتراض او مخالفت وړاندې کړی دی.
د جاپان حکومت نوموړو اقداماتو د کورنیو او نړیوالو عامه افکارو نیوکې او غندنېه راپارولې دي. د څېړونکو په اند، نړیواله ټولنه باید ډیره محتاطه وي او په کلکه د جاپان د نوي ډول پوځیتوب مخه ونیسي.
د دوهمې نړیوالې جګړې په جریان کې، جاپان د یرغل جګړې پیل کړې او غیر انساني جرمونه یې ترسره کړل. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د توکیو محاکمې په قانوني توګه تائید کړه چې جاپان باید د یرغل جګړې پیل کولو او د جنګي ظلمونو د ترسره کولو لپاره له غاړې څخه نه اوښتونکی مسئوليت پر غاړه واخلي.
په عین وخت کې، د جاپان ښي اړخو سیاستوال په مکرر ډول د یاسوکوني لانجمن زیارت ته ورځي، د جنګي مجرمینو د ياد مراسمو تر سره کول او په ښکاره ډول د نانجینګ قتل عام ردوي. له دې څخه څرګندېږي چې د جاپان د ښي اړخو ځواکونه لاهم د جنګي جرمونو د ردولو او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظم د ننګولو لپاره هڅې کوي.
د قاهرې اعلامیې او د پوټسډم اعلامیې په شمول د قانوني اغیز لرونکي نړیوالو اسنادو لړۍ کې په څرګنده توګه لیکل شوي چې جاپان باید په بشپړ ډول بې وسلې شي او هغه صنعتونه به ونه ساتي چې دا به د وسلو د بیا کارولو توان ورکړي.
خو د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې، د جاپان د لومړي وزیر دفتر یو لوړ پوړي چارواکي په ښکاره توګه وویل چې جاپان باید اټومي وسلې ولري. برسېره پر دې، د جاپان لومړۍ وزیرې تاکایچي سانای په دې وروستیو کې پر هیروشیما او ناګاساکي د اټومي بمونو د غورځېدو ۸۱مې کليزې د ياد په مراسمو کې د ” ۳ غیر اټومي اصولو” په اړه مبهم دریځ وښود چې د بېلا بېلو ټولنو لپاره د اټومي پالیسۍ په اړه د جاپان د خطرناک بدلون په اړه اندیښنې نورې هم زیاتې کړې. جاپان د کیوډو نیوز وروستۍ سروې ښیي چې ۷۶ سلنه ګډونوالو د ” ۳ غیر اټومي اصولو” ملاتړ وکړ چې له اټومي وسلو سره د خلکو قوي مخالفت په ګوته کوي.
د ۱۹۹۵ کال د اګست په ۱۵مه نېټه د جاپان د هغه وخت لومړي وزیر تومیچي مورایاما د “مورایاما بیان” خپور کړ چې د جاپان د تېرو غلطو ملي پالیسیو او د جګړې لپاره د هغې لاره یې ومنله او د تاریخ په اړه د فکر کولو او د هغې له درسونو څخه د زده کړې ژوره ژمنه یې څرګنده کړه. خو اوس جاپاني مشران خپل ملت یو ځل بیا په ژوره کنده کې غورځوي. نړیواله ټولنه باید د جاپان د نوي ډول پوځيتوب د مخنیوي لپاره په کلکه اقدام وکړي او تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له نړیوال نظم څخه په ټینګه دفاع وکړي.





























