د اکوادور ولسمشر ډانيل نوبوا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې د اګست د ۱۶مې نېټې په سهار وختي پلازمينې بېجينګ ته را رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې ۸ ورځنۍ رسمي ليدنه پيل کړې ده.
اکوادور د لاټيني امريکې له مهمو هېوادونو څخه دی. روان کال د چين او اکوادور ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د تينګېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د مشرانو د لارښوونې په رڼا کې دوه اړخيزو اړيکو د ښه پرمختګ تمايل ساتلی دی.
دا له چين څخه د ولسمشر نوبوا لومړۍ رسمي ليدنه ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هيله ښودلې، چې د ولسمشر نوبوا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي باور او دوديزه دوستي لا ټينګه کړي، دوه اړخيزو اړيکو ته به یې نوی پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لازياتې ګټې ورسوي.





























