يوه برېتانوي سيلاني وولوي په درېيم ځل چين ته سفر کړی او د دغه هېواد له شي ان او لاسا څخه يې ليدنې کړې دي.
نوموړي چين د حيرانتيا وړ هېواد بللی او پلان لري، چې په راتلونکي کال کې هم دغه هېواد ته سفر وکړي او د ورېښمو لارې په اوږدو کې له پرتو سیمو څخه یې ليدنې وکړي.
هالنډي سيلاني باها چين ته له رسېدو مخکې پلان درلود، چې په دغه هېواد کې يوازې څو اوونۍ پاتې شي، خو وروسته يې خپل پلان تر شپږو میاشتو اوږد کړی دی.
د امريکا د تيسلا (Tesla) لومړي اجرائيوي مشر ايلن ريوي ماسک په دې وروستيو کې پر ټولنيزو رسنيو د چين ډېره ستاينه کړې او ټولو خلکو ته يې د دغه هېواد د ليدنې سپارښتنه کړې ده.
د ایلن ماسک دغه وړانديز له چين سره د بهرنيو سيلانيانو لېوالتيا او شوق نور هم زیات کړی دی.
ډېرو انټرنېټ کاروونکو ويلي، (( چین د “تکراري ليدنو ” ارزښت لري او څوک يې په یوه سفر نه مړېږي. )) (( زه غواړم له چين څخه بيا بيا ليدنه وکړم.))
د سفر لوړې شمېرې له چين سره د بهرنيانو لېوالتيا څرګندوي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين ته د بهرنيانو د تګ شمېر ۲۲ ميليونه او ۹۱۴ زرو ځلو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه ۷۷ اعشاريه ۷ سلنه بهرنيانو د وېزې د معافيت له تګلارې څخه ګټې اخيستي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د هغو بهرنيو سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳۶۶ زياتوالی شوی، چې له چين څخه تر وتلو مخکې يې د سفري مالياتو د واپسۍ پروسه بشپړه کړې ده.
ولې ډېری بهرنيان غواړي، په چين کې پاتې شي؟
د چين د سيلانيزو چارو د څيړنيز انسټيټيوټ مشر دای بين سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د چين لرغونی تاريخ، پراخې ځمکې او بډايې سرچينې د سيلانۍ غني او متنوع عرضې جوړوي او بهرني سيلانيان په يو سفر کې دغه هېواد نه شي پوره پېژندلی. برسېره پر دې، د عصري ژوند تجربې، د بشپړو تګلارو په رڼا کې اسانتياوې، د ټولنيز چاپېريال امنيت او ثبات او د چينايانو مېلمه پالنه د بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو قوتونه دي.
د رښتيني، متنوع او هراړخيز چين پېژندنه له دغه هېواد څخه ډېرو ليدنو ته اړتيا لري.
ډېری سيلانيان چين ته تر رسیدو وروسته دا احساسوي، چې دغه هېواد د ليدو وړ بې شمېره ځايونه لري او په يوه سفر کې یې په پوره مانا نه شي پېژندلی.
بهرني سيلانيان په چين کې له لوی دېوال څخه د يانګځه سيند د جنوبي غاړې تر پرتو لرغونو علاقه داريو پورې، له شمال لوېديځې دښتې څخه د چينګهای – شي ځانګ تر لوړو غرونو او جهيلونو پورې، د چين د بېلا بېلو سيمو له ښکلو منظرو څخه د حيرانتيا وړ تجربې ترلاسه کولی شي.
برسېره پر دې، بهرنيان د دوديزو چيني جامو له اغوستلو، د لرغونو بازارنو د سيل او د غيرمادي کلتوري ميراثونو د نندارو له ليدنې څخه د چين تاريخي کلتور هم احساسولی شي.
د چين د سيلانيزو چارو د څېړنيز انسټيټيوټ يوه سروې ښيي، چې له ۶۰ سلنې زيات بهرني سيلانيان د چيني کلتور تجربې له چين څخه د ليدنې عمده موخه بولي.
په چين کې د بهرنيو سيلانيانو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي.
چين د روان کال تر اپرېل پورې له ۲۹ هېوادونو سره د وېزې معافیت پاليسۍ غوره کړي، د ۵۰ هېوادونو اتباعو ته يې د وېزې د معافيت تګلاره عملي کړې او د هغې تګلارې اعتباري ساحه يې د ۵۵ هېوادونو اتباعو ته پراخه کړې، چې اتباع يې د ټرانزيټ پرمهال په چين کې ۲۴۰ ساعته پاتې کېدلی شي.
په چين کې د وېزې د معافيت د تګلارې د پراختيا، بهرنيانو ته د مصرفي مالياتو د واپسۍ چارو د پياوړتيا، د چټکو رېلپټليو د لوړ مؤثريت، د انلاين تاديې او د سفري پلان د طرحې لپاره د اې ایي ټېکنالوژۍ د مرستې په رڼا کې دغه هېواد ته سفر اسانه شوی دی او بهرني سيلانيان ډېرې په زړه پوړې تجربې خپلولی شي.
د چين نوښتونه بهرنيو سيلانيانو ته ډېرې نوې تجربې ورکوي.
بهرنيان د چين د نوې انرژۍ د موټرو له توليدي فابريکو څخه ليدنې کوي او په شن جن ښار کې د ډرونونو او روبوټونو له خدمتونو څخه خوند اخلي.
ډېرو بهرنيو رسنيو په دې وروستيو کې ويلي، چې په چين کې د علمي ټېکنالوژۍ سفر د بهرنيانو لپاره د دغه هېواد د پرمختګ د احساس کړکۍ پرانيزي.
په چين کې بهرني سيلانيان چيني شکله امنيت احساسولی شي.
د امريکې ګالوپ شرکت په ۲۰۲۵م کال کې د نړيوال امنيت راپور کې ويلي وو، چې په چين کې ۹۴٪ خلک په شپه کې د امنيت ښه احساس لري. دغه لوړ امنيتي احساس د چيني شکله عصريتوب یو نوی پېژند کارت بلل کېږي.
چين د نوښت له حياتي ځواک او کلتوري جذابيت څخه ډک دی او پر سولې او پرمختګ ټينګار لري.
همدغه څو ټکو د بهرنيو سيلانيانو د ” تکراري ليدنې ” لېوالتيا راپارولې ده.





























