په خوست کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی ۵۰ بستریز «البدر» روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه روغتون پر درې جریبه ځمکه جوړ شوی او په اوو بېلابېلو څانګو کې به ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د روغتون مسوولین وايي، ناروغانو ته به خدمات له بازار څخه ۵۰ سلنه په کم لګښت وړاندې کېږي او د بېړنۍ خونې خدمات به وړیا وي. د پرانیستې مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د روغتیا، پوهنې او بېوزلۍ کمولو په برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.





























