ياد کتاب د چين او افغانستان د تاريخ، سياست، اقتصاد او کلتور په اړه د روانو چارو يوه مهمه سرچينه گڼل کېدای شي.
په افغانستان کې د چين لوی سفير (ليو جين سونګ)نوښت کړی د يو لړ بېلابېلو مقالو په ليکلو يې پيل کړی دی او د افغان لوستونکو پام يې را خپل کړی دی.
تلپاتې ملګرتيا نومی کتاب چې ،کابل کې اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی د سفير د ګڼو هغو مقالو ټولګه ده چې مسير، او هارت اف ايشيا ورځپاڼو او افغانان اونيزه کې خپرې شوې دي.
تلپاتې ملګرتيا کتاب چې په لوړ تيراژ چاپ او خپور شوی په اکسوس کتاب پلورنځي سربيره د هيواد نورو مشهورو کتاب پلورنځيو کې هم تر لاسه کيدای شي.