د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په تېر شاوخوا یو نیم کال کې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴ میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، یوازې د روان کال د اګست په لومړیو دوو اونیو کې شاوخوا ۴۸ زره افغانان له دغو دوو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. راپور زیاتوي چې د راستنېدونکو کډوالو له کورنیو سره تړلي شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان له زدهکړو محروم دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د راستنېدونکو افغان کډوالو د زیاتوالي له امله د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو اړتیا هم زیاته شوې ده.





























