د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د یکشنبې په ورځ د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې په بدخشان، تخار، پنجشېر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو د ورښت او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. همداراز، د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو د پورته کېدو اټکل شوی دی.





























