د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله موټر او ټیلر د ټکر له امله اووه کسان ټپیان شوي دي. سیمهییز مسوولین وایي، پېښه د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د «جلدک» په سیمه کې رامنځته شوې ده. د مسوولینو په وینا، په دې پېښه کې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.





























