د امریکا استازو جرګې ته نومول شوې افغانالاصله امریکایۍ عایشه وهاب وایي، امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماټیک تعامل رامنځته کړي. نوموړې له «ډیموکراسي ناو» سره په خبرو کې د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، امریکا کولی شي د عملي تعامل له لارې افغان حکومت د بشري حقونو د ښه وضعیت پر لوري وهڅوي. وهاب زیاته کړې، افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري او امریکا باید لږ تر لږه د مشارکت او همکاریو لپاره له دغه هېواد سره تعامل وکړي.





























