د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي چې شاوخوا یو میلیون یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. یونیسف ویلي، له دوو کلونو کم عمره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د پېښو ۸۳ سلنه جوړوي او د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د خوارځواکۍ وضعیت د تېر کال پرتله په ګڼو ولایتونو کې خراب شوی او د جولای تر سپټمبر پورې د خوارځواکۍ د زیاتېدو موسم هم روان دی.





























