کابل ښاروالۍ وايي، د پلازمېنې د پراختیايي پلان له مخې، ټاکل شوې بګرامي او چهاراسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره یوځای او د ښار په ناحیو کې شاملې شي. د کابل ښارولاۍ استازي نعمتالله بارکزي ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې د ښاري پراختیا او لوړپوړو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده. نوموړي ویلي، کابل اوس ۲۲ ناحیې لري او د بګرامي او چهاراسیاب ولسوالیو د مدغمېدو په صورت کې به د ښار اداري ساحه نوره هم پراخه شي. ښاروالۍ تر اوسه د دغه پلان د عملي کېدو کره نېټه نه ده اعلان کړې.




























