د هرات والي نوراحمد اسلامجار د کویټ د «السایر» سوداګریز شرکت له اجراییوي رییس محمدناصر محمد السایر سره کتلي او د دغه ولایت پر اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو یې خبرې کړې دي. د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، اسلامجار ویلي چې په هرات کې د امنیت په تامین سره د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او سیمهییزه اداره د کورنیو او بهرنیو پانګونو هرکلی کوي. محمدناصر محمد السایر هرات ته د خپل سفر موخه د صادراتو او وارداتو د بازارونو ارزونه، د دغه ولایت له صنعتي او اقتصادي ظرفیتونو سره بلدتیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو ارزول بللي دي.





























