د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان او نورو سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. پزشکیان ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د ترینګلتیاوو د کمولو او پر اسلامي هېوادونو د اسراییلو د بریدونو د مخنیوي لپاره له یو بل سره همکاري وکړي. هغه د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه ویلي، له عمان سره د دې لارې د پرانیستلو پر یوه چوکاټ هوکړه شوې او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.





























