د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي مرستیال شعیب بریالي او په جاکارتا کې د ا.ا د سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال انیس ماتا سره کتلي دي. د ا.ا د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي اړیکو د کچې پر لوړولو او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو د ا.ا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو، له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اغېزمن بېرته ورګرځېدو په اړه هم بحث کړی دی.





























