ټاکل شوې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه د پنجشنبې په ورځ، د وږي پر ۱۲مه، په بروکسل کې له اروپايي ټولنې څخه افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه بحث وکړي. د اروپايي پارلمان په رسمي پروګرام کې راغلي، چې دغه بحث به د اروپايي کمېسیون او د ا.ا له لوري د ټاکل شویو استازو ترمنځ تر وروستیو غونډو وروسته او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام ترسره شي. د پارلمان د معلوماتو له مخې، د دې بحث موخه افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ستنولو موضوع ارزول دي.





























