په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان سکاټ مېلر ویلي، د امریکا د ۲۰ کلن ماموریت له پای ته رسېدو او له افغانستانه د ځواکونو له وتلو سره خوښ نه و. مېلر په تازه مرکه کې ویلي، د خپلو افغان همکارانو او ملګرو پرېښودل ورته ډېر سخت وو او داسې احساس یې کاوه چې ښايي هغوی فکر وکړي چې دی ورسره خیانت کوي. نوموړي د کابل هوايي ډګر د تخلیې پر مهال د چاودنې په اړه هم ویلي چې دغې پېښې پرې ژور اغېز وکړ او د بېوسۍ احساس یې ورته پیدا کړ.





























