د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رئیس ډاکټر شعیب بریالي او په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د پانګونې وزارت د مرستیالۍ له سرپرست فجر عثمان سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنهکې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د پانګونې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.





























