په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب وایي، افغانستان د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کوي، خو دغه اندېښنې باید پر کره معلوماتو او مشخصو مواردو ولاړې وي. نوموړي د پاکستان په ملي دفاع پوهنتون کې ویلي، افغانستان نه غواړي چې له خپلې خاورې د پاکستان پر ضد استفاده وشي؛ خو امنیتي اندېښنې باید په افغانستان کې د پوځي اقدام لپاره پلمه ونه ګرځي. شکیب ټینګار کړی چې کابل او اسلاماباد باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او سوداګري او ټرانزیټ د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.





























