د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په بېشکېک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې له پای وروسته د «شانګهای پلس» په نوم غونډه جوړېږي چې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه به هم پکې ګډون وکړي. په دې غونډه کې به د شانګهای سازمان غړي هېوادونه، ناظر هېوادونه او د خبرو اترو شریکان د سیمې او نړۍ پر مهمو موضوعاتو بحث وکړي.





























