د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي، د افغانستان خلکو د اوسني نظام د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې دي. نوري د شمال او شمالختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان د قومونو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته او د نوموړي په وینا، تېر اختلافونه د بهرنیو استخباراتي کړیو او «اشغالګرو» له لوري رامنځته شوي وو. هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د مخالفت لپاره هېڅ زمینه نه شته.






























