ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د لوږې او خوارځواکۍ کړکېچ د لا خرابېدو په حال کې دی او شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په وینا، له دې ډلې شاوخوا یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له سختې او ژوند ګواښوونکې بڼې سره مخ دي. یونیسف د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې او وايي، د مالي ملاتړ کمښت او د تغذیې د خدمتونو بندېدل د خوارځواکو ماشومانو اړینو خدمتونو ته لاسرسی محدودوي. بلخوا، د خوړو نړیوال پروګرام هم د اګسټ په لومړیو کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو سخته خوارځواکي د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده.






























