د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام (یواېنهبېټیاټ) د افغانستان د دفتر مشره سټېفني لویس وايي، تر ۲۰۵۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو څخه یو تن په ښاري سیمو کې ژوند کوي. هغې ویلي، د نفوس زیاتوالی، د کډوالو راستنېدل او له کلیو ښارونو ته د خلکو کډوالي په هېواد کې د ښاري کېدو د چټکتیا مهم عوامل دي. د هغې په وینا، چټکه ښاري پراختیا په ځانګړي ډول کابل کې د اوبو پر سرچینو فشار زیات کړی او د اوبو د بحران لامل شوې ده. لویس ټینګار کړی چې د نفوس د ودې او اوبو بحران د مدیریت لپاره پراخې ښاري پلان جوړونې، پانګونې او د بېلابېلو ادارو همکارۍ ته اړتیا ده.






























