د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، پاکستان څو ځله هڅه کړې چې د بدخشان د ځینو ولسوالیو او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو امنیت ګډوډ کړي. نوموړی وايي، دغه هڅې شنډې شوي او اوس د افغانستان په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت عادي دی. قانع ټینګار کړی چې حکومت به د هېواد د سرحدونو د امنیت او مدیریت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د جمعیت علمای ګوند اسلام یوه غړي ادعا کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت زرګونه سرتېري سرحدي سیمو ته لېږدول شوي دي.






























