د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۸مې نېټې د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د چين د تايوان سيمې د ادارې مغالطې او ناسمې ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي، «په نړۍ کې یوازې یو چین شته، او تایوان د چین د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده. دا یو داسې تاریخي او قانوني حقیقت دی چې هېڅکله نه بدلېږي.»
مېرمن ماو نينګ پر دې ټينګار کړی، چې د ملګرو ملتونو ۲۷۵۸م پرېکړه ليک په جدي توګه د يو چين پېژدنې اصل تائيد کړی. د دغه پرېکړه ليک له مخې په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت ټول حقه حقونه اعاده شوي او هغه حقيقت تائيد شوی، چې په دغه سازمان کې د چين څوکۍ يوازې یوه ده او ” دوه چینونه ” یا” يو چين، يو تايوان ” هېڅکله شتون نه لري.
ماو نينګ ويلي، چې تايوان په هر وخت کې هېواد نه دی او دغه امکان به هېڅکله رامنځته نه شي. د لای چينګ ده ادارې په خپلسر او قصدي ډول د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۲۷۵۸م پرېکړه ليک تحريف کړی، چې دغه کړنې يې يو ځل بيا له چين څخه د تايوان سيمې د جلا کولو اراده افشا کړې. د لای چينګ ده ناسمې ادعاوې د يو چين پېژندنې تاريخي او قانوني حقيقت او د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه نه شي بدلولی.































