د سوریې حکومت د نفتي توکو بیې له ۲۵ تر ۴۰ سلنې لوړې کړې دي چې له پراخو ولسي غبرګونونو سره مخ شوې دي. د سوریې په ادلب او حما ولایتونو کې خلکو د دې پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي او له حکومته یې د بیو بېرته راټیټولو او د معاشونو د لوړولو غوښتنه کړې ده. د سوریې د انرژۍ وزارت وایي، دغه هېواد هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ زره بېرله تېلو او نفتي توکو ته اړتیا لري، خو د تولید ظرفیت یې یوازې شاوخوا ۱۰۰ زره بېرله دی.































