پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان عالي محکمې په دغه هېواد کې د طبي او تخصصي زدهکړو د دوام په اړه د یو شمېر افغان محصلینو غوښتنه رد کړې ده. محکمې ویلي، بهرني اتباع د پاکستان د حکومت د تګلارې له مخې، په دغه هېواد کې د دایمي استوګنې او زدهکړو حق نه لري.































