د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، ا.ا له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي له «سيبياېس» سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو دي او د دغو شتمنیو کنګل پاتې کېدل د هېواد د خلکو په ګټه نه دي. بلخي ټینګار کړی چې ا.ا به د افغانستان پر بانکي او نظامي شتمنیو معامله ونه کړي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل او همکاریو غوښتونکی دی. د نوموړي په وینا، نجونو ته په کور کې زدهکړه منع نه دي او هغوی کولی شي په انلاین بڼه یا په کور کې د ښوونکو له لارې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.































