د امارتي شرکتونو اجراییوي رییس رحمتالله مکي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پراختیا کنسرسیوم له رییس مصطفی رضایي او مل پلاوي سره د همکاریو پر پراختیا او د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د امارتي شرکتونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د رسمي مکتوبونو او اسنادو د خوندي او پر وخت لېږد، د خدمتونو د ښه والي او د کاري بهیرونو د لا اغېزمنولو په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د کاري بهیرونو د اغېزمنتیا پر زیاتولو ټینګار کړی دی.































