د نوي چين له جوړېدو راهيسې لومړی لوی پينګلو کانال چې سيند او سمندر نښلولوي، د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه کانال چې په څلورو کلونو کې جوړ شوی، عمومي اوږدوالی يې ۱۳۴اعشاريه ۲ کيلومترو ته رسېږي او د ابادۍ په پروژه کې يې ۷۲ميليارد او ۷۹۹ميليونه يوانه پانګه لګول شوې ده. دغه راز د چين او اسيان تر منځ په همکاريو کې ټرانزيتي لاره رامنځته کېږي. د نړيوالو سمندري چارو او بار وړلو صنعت ويبسايټ ”Seatrade Maritime News “ ويلي چې د پينګلو کانال پرانيستل به د چين او اسيان ترمنځ د تجارتي تګ راتګ هڅه وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ تجارتي او اقتصادي جوړښت به له دې امله بيا جوړ شي.
روان کال د چين او اسيان ترمنځ د هراړخيز ستراتيژيک مشکارت له ۵مې کليزې سره برابر دی، «د چين او اسيا ترمنځ د هراړخيز ستراتيژيک مشکارت عملي پلان(۲۰۲۶م کال ــ۲۰۳۰م کال)» د پيل کال او د چين – اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې ۳اعشاريه ۰ نسخې پروتوکول تر لاسليک وروسته کليدي کال هم بلل کېږي. دغه راز د چين او اسيان ۲۳م نندارتون د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د ګوانګشي جوانګ قوم کورواکې سيمې په ناننينګ ښار کې پرانيستل شو. په دې وخت کې د دغه کانال پرانيستل تاريخي اهميت لري.
د چين په لوېديځ کې د ځمکې او سمندر تر منځ د نوې نښلوونکې لارې په توګه له دغه کانال ۵۰۰۰ټنه بار وړونکي کښتۍ تګ راتګ کولی شي چې دا په نړۍ کې تر نورو پياوړې ښکاري او د چين په دننه او بهر کې له اړوندو اړتياوو سره سمون لري. پخوا د چين په جنوب لوېديځ کې د سيند او سمندر ترمنځ مستقيمې نښلوونکې لار موجوده نه وه. جنوب ختيځې اسيا ته د توکو صادرات يې اړ شوي، توکي لومړی د هېواد ختيځې ساحلي سيمې ته ولېږدول شي. دا د زياتو پانګو د رامنځته کېدو سبب شوی دی. له بلې خوا چين او اسيان په تېرو څو کلونو کې يو د بل لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی، خو د توکو لېږدولو لوړ لګښت د دواړو خواوو پر تجارتي پرمختګ محدود کړی دی. د پينګلو کانال په پرانيستلو سره د چين له جنوب لوېديځ نه اسيان ته پر اوبو تر ټولو لنډه لار رامنځته کېږي چې د توکو د لېږدولو فاصله تر۵۶۰کيلومترو کمېږي او لګښت به يې له ۱۸نه تر ۳۰سلنې پورې ټيټېږي. دغه راز هر کال تر ۵میليارده يوانه سپمول کېدای شي.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اسيا، ارام سمندر او ټولې نړۍ ستراتيژيک څېړنيز انستيتوټ د جنوب ختيځې اسيا مرکز منشي شو لي پينګ د چين ميډيا ګروپ خبريال ته وويل، دغه پروژه د چين د علمي او تخنيکي نوښتونو او د ټکنالوژيو د کارونې پياوړي توان په اتکا جوړه شوې او ترې په ورخلاصون او همکارۍ د ګډ پرمختګ په پار د چين هڅې ښيي.
په چين کې د ويتنام لوی سفير پهام تانح بينح دا نظر لري چې د دغه کانال پرانيستنه نه يوازې د چين تخنيکي وړتيا ښيي، بلکې د سيمې متقابل وصل د پرمخبيولو په پار د چين ټينګ هوډ څرګندوي.
په دې وروستيو کلونو کې د چين او اسيان ترمنځ اقتصادي او تجارتي همکارۍ پر له پسې ژورې شوې دي. چين په مسلسلو ۱۷کلونو کې د اسيان لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د دواړو خواوو ترمنځ عمومي تجارتي ارزښت ۵ اعشاريه ۹۵ ټريليونو يوانو ته رسېدلی چې ۲۰اعشاريه ۶سلنه زيات شوی او د چين د بهرني تجارت په عمومي ارزښت کې ۱۷اعشاريه ۱سلنه نيسي.
دغه کانال د چين او اسيان ترمنځ اقتصادي همکاريو ته څه ګټې رسولی شي؟
په چين کې د کموديا لوی سفيرې سويونګ راته چاوي په اشارې سره وويل، د دغه کانال له پرانيستلو وروسته د کمبوديا کرنيز محصولات چين ته په اسانه توګه صادرول کېدای شي. په چين کې د لاوس لوی سفير سوفوني سيچاليوني وويل، لاوس په اسيان کې يوازيني ځمکې بند هېواد په توګه له اوږدې مودې راهيسې سمندر ته د نه لاسرسي له امله د اقتصادي پرمختګ محدوديت لري. اوس د دغه کانال پرانيستنه لاوس ته نوي پرمختيايي فرصتونه رسوي.
د چين او اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې ۳اعشاريه ۰ نسخې پروتوکول له مخې د دواړو خواوو د ازادې سوداګرۍ همکارۍ او د سيمه یيز اقتصاد د يو ځايښت بهير به ډیجيټل، زرغون پرمختګ، معيارونو او صنعتي ځنځير په شمول نويو سمسورو چارو ته وده ورکړي. د پينګلو کانال له پرانيستلو وروسته د چين د جنوب لوېديځې سيمې او د اسيان هېوادونو د پانګې، تېکنالوژيو، کاري ځواک په شمول فېکټورونه سره يو ځای کولای شي چې د کښتيو جوړولو، د توکو لېږد رالېږد او د پروسس سوداګرۍ په شمول چارو ته به پرمختګ ورکړي او زيات کاري فرصتونه به رامنځته شي.































