د چين دفاع وزیر دونګ جون د سپتمبر په ۱۶مې نېټې په بېجینګ کې په جلا جلا توګه د تايلنډ، مغولستان، کمبوډیا او سینګاپور له دفاع وزیرانو سره خبرې اترې وکړې.
دونګ جون وویل: ” نړیواله حکومتولي داسې یو کلیدي پړاو ته رسېدلې ده، چې هلته مخکې تګ نه کول، په حقیقت کې د شاته تګ په مانا دي. سوله، پرمختګ، همکاري او عدالت زموږ ګډې هيلې دي. د بېجینګ شیانګشان فورم تل د مساوات، ورخلاصون، ټولشمولیت او متقابلې زده کړې پر بنسټ د خبرو دروازه پرانیزي او د بېلابېلو لوريو غږونو ته غوږ نیسي. په دې فورم کې بېلابېل هېوادونه یو بل سره مساوي چلند کوي، صادقانه خبرې کوي، توپیرونو ته د درناوي پر بنسټ ګډې موافقې او اجماع راټولوي او د ستونزو د حل لپاره د حکمت په راټولولو سوله يیزې همکارۍ کوي.“
هغه زياته کړه، چې د چین پوځ به له بېلابېلو خواوو سره په ګډو هڅو نړیوال او سیمه ییز ثبات وساتي، امن چاپېريال به رامنځته کړي او د سوله ییز پرمختګ تضمين به وکړي.































