د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په پلازمېنه بېجینګ کې د برازیل د ولسمشر له لومړي ځانګړي سلاکار سېلسو اموریم سره ليدنه کړې ده.
وانګ يي په دې لیدنه کې د برازيل ولسمشر لويز لولا ته د چين دولت رئيس شي جین پینګ نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې او ویلي يې دي، چې په دې وروستیو کلونو کې د چين او برازيل اړيکې د دواړو مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې ډېرې پياوړې شوې او له هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو څخه يې د ګډ برخليک ټولنې ته اوښتې دي. د هغه په خبره، دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ لا نورې ژورې کړي او د مهمو نړیوالو او سيمه ييزو مسئلو د حل لپاره دې ستراتيژيکه همغږي پياوړې کړي.
اموریم رئيس شي جين پينګ ته د ولسمشر لويز لولا پېرزوينې وړاندې کړې او ویلي يې دي، چې برازیل غواړي له چین سره یوځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې پلې کړي او د یوې عادلانه نړۍ او یوې پایدارې سیارې د جوړولو لپاره د برازیل او چین د ګډ برخلیک ټولنې پياوړې کړي.































